کورپاڼه / روغتيا / ایا رښتیا به هغه خلک دوه کلونو کې مړه شي چې د کورونا واکسین یې کړي؟ حقیقت دلته ولولئ
جعلي خبر

ایا رښتیا به هغه خلک دوه کلونو کې مړه شي چې د کورونا واکسین یې کړي؟ حقیقت دلته ولولئ

په ټولنیزو رسنیو کې د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې یو خبر لاس په لاس کېږي، چې د فرانسې د نوبیل جایزه ګټونکي ساینسپوه له خولې پکې ویل شوي دي، چې هغه خلک چا چې د کورونا ضد واکسین کړی دی، هغوی به په راتلونکو دوه کلونو کې مړه شي.

دا خبر نه یوازې دا چې په پاکستاني رسنیو کې خپور شوی دی، بلکې په ځینو نړیوالو رسنیو کې هم خپور شوی او له هغه وروسته د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس کېږي.

په دغه خبر کې د فرانسې د نوبیل جایزه ګټونکي ساینسپوه مونتاګنیر له خولې لیکل شوي دي، چې کوم کسان د کورونا ضد واکسین کوي، هغه به ټول په دوه کلونو کې دننه مړه کېږي.

خو دا خبر د پاکستان د روغتیا وزارت په ګډون ډېری نړیوالو رسنیو هم رد کړی دی او ویلي يې دي، چې دا خبر جعلي دی او حقیقت نه لري.

بلخوا د ډاکټرانو او ساینسپوهانو له خوا دا هم ویل شوي دي، چې داسې هېڅ ساینسي ثبوت نشته، چې د کورونا ویروس له امله دې څوک په راتلونکو دوه کلونو کې مړه شي، ځکه دا ټول واکسین له یوې اوږدې پروسې او تجربو کولو وروسته تېر شوي او بیا عامو خلکو ته د لګولو اجازه ورکړل شوې ده.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …