مشهور هنرمندان نه یوازې دا چې په فلمونو او اعلانونو کې په کار کولو پېسې ګټي، بلکې په اوس وخت کې ټولنیزې رسنۍ هم د دوی لپاره د پېسو ګټلو یوه ستره ذریعه ده.
په دې لړ کې د هغه هندي هنرمندانو لیسټ درسره خپروو، چې یوازې د انسټاګرام له لارې ډېرې پېسې ګټي، دوی د انسټاګرام د یو پوسټ په بدل کې څومره پېسې اخلي؟ لاندې يې ولولئ.
پریانکا چوپړا: د بالي او هالي ووډ فلمونو دا مشهوره هنرمنده په انسټاګرام اکاونټ کې ۶۳ میلیونه تعقیبوونکي لري او نوموړې د ۱ پوسټ په بدل کې ۱.۸ کروړه یا ۱۸ میلیونه هندي روپۍ اخلي.
عالیه بټ: ځوانه او مشهوره هنرمنده عالیه بټ په انسټاګرام کې ۵۳ څخه زیات تعقیبوونکي لري او هغه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د یو تبلیغاتي یا اعلان په توګه د پوسټ په بدل کې ۱ کروړ یا ۱۰ میلیونه هندي روپۍ اخلي.
شاه رخ خان: د هندي سینما پاچا شاه رخ خان څه کم ۲۵ میلیونه تعقیبوونکي په انسټاګرام اکاونټ کې لري او د ټایمز نوو نیوز په وېنا، هغه د یو پوسټ په بدل کې ۸ میلیونه هندي روپۍ اخلي.
امیتاب بچن: د هندي سینما مشهور او مخکښ هنرمند امیتاب بچن په انسټاګرام کې له ۲۶ میلیونو څخه زیات تعقیبونکي لري، نوموړی په انسټاګرام اکاونټ کې د يو پوسټ په بدل کې ۵ میلیونه روپۍ اخلي.