کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ ۲۵ کسانو ته وېزې نه دي ورکړل شوي
سرفراز احمد

د پاکستان سوپر لیګ ۲۵ کسانو ته وېزې نه دي ورکړل شوي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) شپږم پړاو پاتې سیالۍ د متحده عربي امارات په ابوظهبۍ کې ترسره کېږي، خو د دغه لیګ ۲۵ کسانو ته تراوسه پورې ته اماراتو وېزې نه دي ورکړل شوي او لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، پاکستاني لوبغاړي او د لیګ اړوند کسان څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته تللي دي او په ابوظهبي کې کرنټين دي.

خو ۲۵ کسان، چې لوبغاړي او نور کسان پکې شامل دي، تراوسه پورې په پاکستان کې دي او وېزې يې نه دي راغلي، د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې په اماراتو کې د رخصت له امله د دې کسانو وېزې تراوسه پورې نه دي شوي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویاند بیا هیله ښکاره کړې ده، چې نن به د یادو ټولو کسانو وېزې ترلاسه کړای شي او دا کسان به هم ژر ابوظهبي ته لاړ شي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د جون په پنځمه نېټه پیلېږي، چې د راشد خان، نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …