کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان کې افغان کډوال: له شناختي کارټ بغېر مو روغتون کې درملنه نه کېږي، نو واکسین له کومه شو؟
افغان کډوال

پاکستان کې افغان کډوال: له شناختي کارټ بغېر مو روغتون کې درملنه نه کېږي، نو واکسین له کومه شو؟

په پاکستان کې د ۱۹ کلونو څخه د پورته عمرونو خلکو لپاره د کورونا ضد واکسین کولو لړۍ د څه وخت راهیسې پيل شوې ده، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو به ګډون ډېر خلک داسې شته، چې که څه هم د کورونا ضد واکسین کولو هیله لري، خو نه یې شي لګولی.

د کورونا ضد واکسین کولو لپاره د پاکستان د تابعیت تذکره یا شناختي کارټ لرل لازمي ده، دغه هېواد کې داسې سیسټم جوړ شوی دی، چې که تاسې غواړئ د کورونا ضد واکسین وکړئ، نو د خپل شناختي کارټ شمېره به یوې ځانګړې شمېرې ته لېږئ، بیا هغوی تاسې ته ورځ ټاکي او په هماغه ورځ درته واکسین کوي، خو له شناختي کارټ پرته نه کېږي.

هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو کارټونه یا مهاجر کارتونه لري، هغوی هم کولای شي چې د کورونا ضد واکسین وکړي، خو هغه افغان کډوال چې راجستر نه دي، هغه بنګالیان چې د بنګله دېش د ازادۍ پر مهال پاکستان ته کډوال شوي و او تراوسه پورې يې تابعیت نه دی ترلاسه کړی، د کورونا ضد واکسین نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په وېنا، په پاکستان کې اوس هم ۱.۴ میلیونه راجستر او ۸۵۰ زرو څخه زیات غېر قانوني افغان کډوال ژوند کوي، له دې پرته د نورو هېوادونو کډوال هم شته.

په دغه هېواد کې افغان کډوال وايي، چې له شناختي کارټ پرته په روغتون کې دوی نه بستر کول کېږي، نو بیا به د کورونا ضد واکسین څنګه وکړي؟ ډېر خلک وايي، چې دوی خپله درملنه په کورونو کې کوي، چې له امله يې ډېر خلک خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

ډېر خلک بیا داسې هم شته چې هغوی په شخصي روغتونونو کې درملنه کوي، خو ډېری کډوال بیا غریب دي او هغوی دومره ګرانبیه درملنه نه شي کولای، خو د پاکستان حکومت تراوسه پورې د دې خلکو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …