کورپاڼه / خبرونه / ((د انګلستان پر وړاندې لوبو نه وروسته ښايي ویراټ کوهلي روهیت شرما ته کپتاني حواله کړي))
ویراټ کوهلي او روهیت شرما

((د انګلستان پر وړاندې لوبو نه وروسته ښايي ویراټ کوهلي روهیت شرما ته کپتاني حواله کړي))

د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی مشر کرن مور وايي، چې ښايي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې او انګلستان پر وړاندې ټېسټ سیالیو وروسته ویراټ کوهلي د هند د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کپتاني روهیت شرما ته ورکړي.

نوموړي له هندي رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې زه فکر کوم د هند کرکټ بورډ به دا کار وکړي چې د ټېسټ او د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کپتانان بیل کړي او روهیت شرما به دا چانس ژر ترلاسه کړي. هغه وویل، کوهلي به تر څو د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبډلمشر وي، د انګلستان سیالیو وروسته به د هغه په اړه پرېکړه کېږي.

کرن مور وايي، چې د پخواني لوبغاړي د هند ملي لوبډلې د راتلونکې په اړه فکرمند دي، دا د ویراټ کوهلي لپاره اسانه نه ده چې د درې واړه بڼو لوبډلمشر پاتې شي او همدا راز ښه توپوهنه هم ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ په اړه له تېرو څو کلونو راهیسې بحث روان دی، چې ویراټ کوهلي پاتې شي او که روهیت شرما ته لوبډلمشري ورکړل شي.

په ځانګړې توګه له ۲۰۱۹ نړیوال جام وروسته هم دا بحثونه بېخي ډېر شو، چې باید روهیت شرما لوبډلمشر وټاکل شي، هغه کسان چې غواړي روهیت شرما لوبډلمشر شي، هغوی دا دلیل هم وايي، چې په ای پي ایل کې روهیت شرما تر ټولو کامیاب لوبډلمشر دی، ډېرې اتلولۍ يې ګټلي او په نړیوالو سیالیو کې به هم هغه همداسې کامیاب ثابت شي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …