کورپاڼه / خبرونه / ای سي سي د بنګله دېش کپتان جریمه کړ
تمیم اقبال

ای سي سي د بنګله دېش کپتان جریمه کړ

د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ په ډهاکه کې په دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ای سي سي د اصولو څخه د سرغړونې له امله د د بنګله دېش کبتان تمیم اقبال د لوبې د فیس ۱۵ سلنه جریمه شوی دی.

د راپورونو به وېنا، تمیم اقبال د لوبې پر مهال د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د لوبغاړو د اصولو څخه سرغړونه کړې ده، هغه د ۲.۳ مادې څخه سرغړونه کړې، یعنې په نړیواله لوبه کې ترې فحش وېنا اورېدل شوې ده. د جریمې تر څنګ تمیم اقبال ته یوه منفي نومره هم ورکړل شوې ده.

دا پېښه پرون د لوبې په لسم اور کې شوې ده، کله چې ریویو واخیستل شوه او هغه ناکامه شوه، نو د تمیم اقبال له خولې څخه داسې کلمې واورېدل شوې، چې د هغه د جریمې سبب شوې.

تمیم اقبال ته د لوبې د ریفري نیمور راشد له خوا دا جریمه واورول شوه او هغه هم دا جریمه ومنله، نو له دې وجه په دې پېښه کې کومې ځانګړې کمېټې ته د هغه وړاندې کېدل لازمي ونه ګڼل شو.

د یادولو وړ ده چې د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ دریمه یا وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه پرون ترسره شوه، چې سریلانکا پکې بریا خپله کړه، خو په لوبلړۍ کې بیا بنګله دېش د ۲-۱ سره بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …