کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د لاهور قلندرز مسوولین: د راشد خان غوندې لوبغاړي د لیګ ارزښت لوړوي
راشد خان

د لاهور قلندرز مسوولین: د راشد خان غوندې لوبغاړي د لیګ ارزښت لوړوي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د لاهور قلندرز لوبډلې اجراییه رییس عاطف رانا وايي، چې د راشد خان په څېر لوبغاړي د یو ټول لیګ ارزښت لوړوي، دا زموږ لپاره ډېر بد خبر و، چې راشد خان د خپلو ملي لوبو لپاره پي ایس ایل په نیمايي کې پرېښی و.

هغه له کرکټ پاکستان سره په خپله مرکه کې وویل، راشد خان د ای سي سي له خوا د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شوی و، کله چې موږ هغه واخیست، نو دا مو هیله وه چې په ټول لیګ کې زموږ لپاره ولوبېږي، خو بدبختانه هغه د خپلو ملي لوبو لپاره په نیمايي کې ستون شو چې دا زموږ لپاره ښه خبر نه و.

عاطف رانا همدا راز وویل، له هغه وروسته راشد خان بیا ای پي ایل ته لاړ، چې وروسته وځنډول شو، نوموړي په کاونټي کې هم قرارداد کړی و، خو موږ له هغه څخه غوښتنه وکړه. راشد خان د یو ښه کرکټر تر څنګ یو ډېر ښه انسان هم دی او هغه په پاتې سیالیو کې یو ځل بیا له موږ سره یو ځای شو.

نوموړي وویل، چې د راشد خان په څېر لوبغاړی چې زموږ په لوبډله کې وي نو زموږ د بریا چانسونه ورسره زیاتېږي، زموږ د ډریسنګ روم ماحول به ورسره وي او د راشد په څېر لوبغاړي د ټول لیګ ارزښت لوړوي، زه فکر کوم چې دا د لاهور قلندرز د مسوولینو ستره لاسته راوړنه ده چې هغه یې بیا پي ایس ایل ته راوست.

عاطف رانا دا هم وویل، چې په ابوظهبي کې که څه هم ټولې لوبډلې تکړه لوبغاړي لري، خو لاهور قلندرز پکې دا ځل ډېره تکړه لوبډله ده.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …