کورپاڼه / بېلا بېل / ایا د نړۍ په کومه برخه کې سپوږمۍ دومره رانږدې کېدای شي؟
سپوږمۍ

ایا د نړۍ په کومه برخه کې سپوږمۍ دومره رانږدې کېدای شي؟

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې سپوږمۍ پکې ډېره لویه او نړۍ ته ډېره نږدې لیدل کېږي، خو ډېرو وېبپاڼو د دې په اړه لیکلي دي، چې دا ویډیو په اصل کې جعلي او جوړه شوې ده.

دا ۳۰ ثانیه ویډیو په فېسبوک، ټویټر او د ټولنیزو رسنیو په نورو وېبپاڼو کې خپره شوې ده، په ویډیو کې لیدل کېږي، چې سپوږمۍ راښکاره شي او ډېره لویه وي، همدا راز ویډیو خپرونکی دا ادعا هم کوي، چې دا ویډیو د روسیې او کاناډا په منځ کې په قطب شمالي کې جوړه شوې ده، چې دلته سپوږمۍ دومره لویه ښکاري.

دغه کسان ادعا کوي، چې د ۳۰ ثانیو لپاره په دغه ځای کې سپوږمۍ دومره لویه ښکاري، بیا د ۵ ثانیو لپاره د لمر مخې ته راځي او له هغه وروسته بېرته ډوبېږي.

خو د دې ویډیو له خپرېدو وروسته چې يې په اړه معلومات وشو، نو جعلي راوختله چې د ټک ټاک یو کاروونکي جوړه کړې او هغه له دې مخکې هم داسې ډېرې ویډیوګانې جوړې کړې دي.

پرته له دې چې د ویډیو حقیقت معلوم شي، همداسې په دې ویډیو کې ډېرې خبرې دي چې جعلي لیدل کېږي، یعنې لومړی خو دا چې سپوږمۍ له نړۍ ډېره لیرې ده، خو په ویډیو کې دومره نږدې ښکاري، چې لاس به مو ورسره ولګېږي، دویمه دا چې قطب شمالي کې هر وخت واوره پرته وي، خو دلته واښه هم لیدل کېږي.

همدا راز ځینې نورې خبرې هم شته، چې تاسې د ویډیو په لیدو پوهېږئ چې دا ویډیو اصل نه ده، خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …