کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ یو ځل بیا له خپلو خبرو په شا شو

وټساپ یو ځل بیا له خپلو خبرو په شا شو

د پیغام رسونې لپاره استعمالیدونکی مشهور اپلیکیشن وټساپ د کاروونکو د اسانتیا لپاره د محرمیت د پالیسۍ یا شرایط په اړه نوې اعلامیه خپره کړې.

د وټساپ شرکت د وینا له مخې ویل کېږي هغه کاروونکې چې تر اوسه یې د محرمیت پالیسي یا شرایط نه وي منلي، هغوی به تر نوو فیچرونو پورې لاسرسی محدود نه کړي.

د وټساپ شرکت د ویاند د خبرو له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د پالیسي یا شرایط یې نه وي منلي په اپلیکیشن کې به له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

هغه زیاته کړه چې یو کاروونکی هر وخت کولی شي چې پالیسي یې ومني، په اپلیکیشن کې به یې بدلون نه راځي او د وټشاپ له لورې به په دوامداره توګه نوټیفکیشن ترلاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د وټساپ شرکت ویلي ول، هغه کاروونکی چې شرایط یې ونه مني ډېرې آسانتیاوې به ترې واخیستل شي او نوی فیچرونه به د هغوی لپاره د لاسرسی وړ نه وي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …