کورپاڼه / جالب / موږ ولې وېروونکې خوبونه وینو او حقیقت یې څه دی؟

موږ ولې وېروونکې خوبونه وینو او حقیقت یې څه دی؟

انسان ډېر وخت د ژوند د ځینو حالاتو په سبب د اندیښنې ښکار ګرځي، بیا یې اغېزې د خوب پر دوران یعنې خوبونو پرېوځي او په دې ډول سره وېروونکې خوبونه ویني.

ډېر وخت په خوبونو کې د راتلوونکو پېښو په اړه هم خبرداری ورکول کېږي یاهم د یوې پېښې ښې یا بدې پایلې بیانوي او دا هم رښتیا دي چې هر څوک د خوب تعبیر نه شي کولي او دا کار د هغه اشخاصو وي چې په دې اړه علم لري او یاهم په ساینسي ډول سره تحلیل کېږي. نو راځئ چې دلته د یو څو وېروونکو خوبونو په اړه خبرې وکړو.

۱- له لوړ ځای څخه غورځېدل:

د خوب تعبیر کوونکې په دې باور دي چې دا ډول خوب لیدل د ذهني تشویش پایله وي، یعنې که چېرته د کوم موضوع په اړه اندیښمن و او پرېکړه نه شو کولی چې په خوب کې له لوړ ځای څخه راولوېږو.

۲- مړه کیدل:

په خوب کې خپل مرګ یا د کوم نږدې ملګري یا خپلون مرګ د وېرې او ډار څرګندونه کوي. د ځینو کسانو لپاره کور، دنده یاهم کوم بل بدلون د وېرې لوی لامل ګرځي او ذهن یې نه مني.

۳- الوتل:

په خوب کې الوتل یا په هوا ګرځیدل ددې خبرې څرګندونه کوي چې تاسې به ډېر ژر له هغه مسولیت یا ذمه وارۍ څخه خلاص شئ چې پر تاسو جبري شوي وي او په سبب یې اندیښمن یئ.

۴- اوبه:

پاکې او صافې اوبه د خوښۍ او آرام نښه، خو ګنده او چټلې اوبه بیا د غم او خپګان نښه وي، خو که چېرته د طوفان په سختو څپو کې را ګیر شوئ نو دا بیا د شدیدو احساساتو څرګندونه کوي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …