کورپاڼه / ليکنې / د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ۸ خواړه
ګرانبیه خواړه

د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ۸ خواړه

Gold Laced Caviar: په اصل کې Caviar د کبانو هګیو ته وايي، دا ډېرې ګرانبیه وي او خوند یې هم ډېر بد وي، د کبانو یو فارم لرونکی د دې څخه یو ډول خواړه هم جوړوي، چې پاستا باندې اچول کېږي او همدا راز طلا هم پکې کارول کېږي، چې بیه یې ۴۱ زره او ۴۵۰ امریکايي ډالره ده.

Gold Laced Caviar

Chocolate Pudding: چاکلېټ فډینګ د نورو چاکلېټونو په څېر خواږه خواړه دي، خو د انګلستان په یو هوټل کې تر ټولو ګرانبیه چاکلېټ فډینګ جوړېږي، چې طلا هم پکې اچول کېږي، د دې یو دانه بیه ۳۵ زره امریکايي ډالره ده، چې که ټول عمر هم په دومره پېسو چاکلېټ وخورئ، نو ختمې به نه شي.

Chocolate Pudding

Posh Pie: د اسټرالیا په سډني ښار کې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه پايي جوړېږي، دا د اسټرالیا یو مشهور اشپز جوړوي، دا د غوښې، اسټرالیايي حشرو او د واین څخه جوړېږي، چې طلا هم پکې کارول کېږي او یو دانه یې په ۱۲ زره امریکايي ډالر ده.

Posh Pie

Fleur Burger: د لاس ویګاس په یو هوټل کې دومره ګرانبیه برګر جوړېږي، چې کېدای شي یوازې د بیې په اورېدو یې له خوړلو څخه توبه وکړئ. دا برګر یو ډېر مشهور اشپز جوړوي او دا د یو ډېر پخواني واین سره خلکو ته وړاندې کېږي چې یو برګر یې ۵ زره امریکايي ډالره بیه لري.

Fleur Burger

Gold Pizza: د مالټا هېواد په مارګوس نومي هوټل کې یوه داسې پیزا پخول کېږي چې طلا پکې اچول کېږي، دا پیزا د مۍ نه تر اکتوبر میاشتو پورې په دغه هوټل کې وي، ځکه په دې میاشتو کې هلته تازه سبزي کېږي چې هغه هم په دې پیزا کې اچول کېږي او دا ۲ زره امریکايي ډالر بیه لري.

Gold Pizza

Zillion Dollar Lobster Frittata: دا جالب خواړه دي چې نوم يې هم ډېر اوږد دی، خو په سایز کې دا ډېر کوچنی دا یا لږ خواړه دي، مېنهیټن په یو هوټل کې جوړېږي چې دوه ګرانبیه څیزونه پکې اچول کېږي، چې د هغې له امله یې دا بیه دومره پورته ده، په دې کې لابسټر، هګۍ، کریم او نور شیان اچول کېږي او یو خوراک یې په ۲ زره امریکايي ډالر ترلاسه کولای شئ.

Zillion Dollar Lobster Frittata

Gold Chicken Wings: د چرګانو دا څانګونه په ۲۴ کیراټ طلا کې پخېږي، چې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه چکن وینګز دي، د چرګانو دا طلايي څانګونه تاسې په ۱ زر امریکايي ډالره اخیستلی او خوړلی شئ.

Gold Chicken Wings

Westin Hotel Bagel: په نیویارک کې بېګل ډېر هر ځای پېدا کېږي او خلک یې هم ډېر په مینه خوري، عام بېګل په ۱ یا ۲ ډالر باندې پېدا کېږي، خو د Westin هوټل کې بیا د نړۍ تر ټولو ګرانبیه بېګل جوړېږي، چې د نورو شیانو تر څنګ پکې طلا هم کارول کېږي، دا بېګل په ځانګړې غوښتنه جوړېږي او یو دانه یې په ۱ زر امریکايي ډالر دی.

Westin Hotel Bagel

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …