کورپاڼه / هنر او کلتور / فریډي له شاهرو خان څخه په فلم کې د کار کولو غوښتنه کړې

فریډي له شاهرو خان څخه په فلم کې د کار کولو غوښتنه کړې

د هندي فلمونو اداکار یا هنرمند فریډي دارو والا له شاهرو خان غوښتنه کړې، چې د هغه په فلم کې د کار کولو لپاره رول ورکړي.

نوموړي دغه غوښتنه د ټولنیزې رسنۍ له لارې له شاهرو خان او د هغه له پروډکشن او همدغه راز د فلم له لارښود څخه کړې ده. باید یاده کړم چې له دې وړاندې ویل شوي ول چې کارتیک آریان د شاهرو خان له فلم څخه ایستل شوی.

خو اوسمهال فریډي دارو والا له ټولنیزې رسنۍ څخه په ګټې اخیستنې سره ویلي چې:((که چېرته تاسې رښتیونی فریډي لټوئ، نو زه دلته یم.))

او ترڅنګ یې ویلي دي، وعده کوي چې دغه رول به سل سلنه رښتیونی کوي او که غواړي نو و دې یې ګوري. فریډي د خپل ټویټ په اړه وضاحت ورکوي او وایي چې:((له ماسره د پروډکشن د ډلې سره د اړیکې لاره نه وه نو ځکه مې ټولنیزه رسنۍ وټاکله.))

نوموړی مخکې وایي چې زما غوښتنه همدغه ده او باور لرم چې دغه رول به په ښه ډول ولوبوم. د یادولو وړ ده چې دغه فلم د ریډ چلیز د بینر لاندې جوړېږي، چې لومړی یې ورته کارتیک آریان ټاکلی و، خو د فلم د کیسې په نه خوښېدو له فلم څخه ووت.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …