کورپاڼه / ليکنې / حضرت علي: د انسان عقل یا هوښیارتیا له شپږو شیانو معلومېږي

حضرت علي: د انسان عقل یا هوښیارتیا له شپږو شیانو معلومېږي

حضرت علي رضي الله عنه فرمایي چې د انسان د هوښیارتیا یا عقل درلودلو شپږ نښې، نښانې وي، لومړی د غوسې پرمهال له تحمل څخه کار اخیستل، دویم د وېرې پر وخت صبر کول، دریم د شتمنۍ پرمهال میانه روي، څلورم پر هر حال تقوا، پنځم صله رحمي او شپږ له جنګ، جګړو ځان ساتنه.

همدغه راز فرمایي چې دوه شیان خو په لیدلو کې کوچني بریښي لومړی له لېرې څخه او دویم په غرور یا کبر سره.

کله چې انسان ناهیلی شي نو بریا هم ورته ناکامي ښکاري. هغه څوک چې له خدای سره یې اړیکه وي هغه ناکام نه دی بلکې ناکام هغه دی چې له دنیا څخه هیلې او امیدونه لري. کوم څوک چې په ډېر غم کې در یاد شول نو پوه شوه چې هغه درسره مینه لري.

د مومن ترټولو غوره عمل دادی چې د نورو له تېروتنو تېر شي. خو څوک چې واک ترلاسه کوي له نورو ورته ځان لوړ بریښي خو باید په یاد ولرو چې دنیا د مار په څېر ده چې په لمس کولو سره نرم وي خو دننه له زهرو ډک وي.

خپګان په غلي پاتې کیدو سره کمېږي، په صبر کولو سره ختمېږې او په شکر ایستلو سره په خوښۍ بدلون مومي. نفرت د زړه لېونتوب وي. همدغه راز د یو زاړه نظر د ځوان له همت څخه غوره وي او د هر سړي قیمت هغه هنر چې په شخص کې وي.

دا هم ولولئ

نصیر احمد احمدي

د ارواښاد نصیر احمد احمدي وروستي پوسټونه

د پښتو ژبې یو ستر او بې جوړې ناول لیکوال نصیر احمد احمدي پرون د …