کورپاڼه / جالب / کپسول ولې په بېلابېلو رنګونو سره تیارېږي، علت یې څه دی؟

کپسول ولې په بېلابېلو رنګونو سره تیارېږي، علت یې څه دی؟

د ګولیو او کپسولو خوړل هیڅوک نه خوښوي، خو که چېرته بیا دغه کپسول ښکلي وي او د ښکلا لپاره هم وي نو بیا یې ټول په شوق سره خوري.

خو که چېرته مو پام کړی وي نو په کپسولو کې دوه شیان سره ورته وي، یو دا چې په بېلابېلو رنګونو سره وي ځینې سره وي، ځینې بیا نیلي وي، ځینې شنه او ځینې ګلابي رنګه وي.

او دویم ورته والی یې دا دی چې همدغه یو کپسول په دوو رنګونو سره وي یعنې که یو سر یې نیلي رنګه وي نو بل به یې ژېړ وي یابه سپین وي او په دې ډول نور رنګونه هم لرلی شي.

خو آیا کله مو فکر کړی چې کپسول ولې بېلابېل رنګونه لري؟ په حقیقت کې دا دوه سببونه لري چې یو سبب یې دادی چې په کومه ناروغۍ کې د کوم ډول رنګ استعمال بدن ته پیاوړتیا ورکوي، نو بیا په هماغه ډول رنګ ورته کاروي.

بله خبره دا چې یو کپسول ځکه په دوو رنګونو سره جوړېږي چې په یوه برخه کې یې د ناروغۍ د کنترول لپاره درمل اچولي وي او بل لوري ته یې د درملو د بندولو لپاره یو کوور ورکړی وي چې دننه یې داسې سایکلیک ذرې وي چې درمل د کپسول دننه خوندي ساتي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …