کورپاڼه / اسلام / د امام مهدي د راڅرګندېدو نښې، نښانې کومې دي؟

د امام مهدي د راڅرګندېدو نښې، نښانې کومې دي؟

له قیامت څخه وړاندې به امام مهدي راښکاره شي او د الله تعالی نظام پر ځمکه قایم کړي. د امام مهدي په اړه په حدیثونو کې بېلابېلې نښې، نښانې بیان شوي چې مولانا ظفر اقبال پخپل کتاب “په اسلام کې د مهدي تصور” بیان کړي.(دا کتاب په اردو ژبه دی)

  • د امام لومړنۍ نښه به دا وي چې د رسول الله کمیس او بېرغ به ورسره وي او له همدې به پېژندل کېږي.

  • د امام مهدي پر د وریځو سیوری وي او له هغې به غږ راځي چې دا د الله تعالی خلیفه دی نو پیروي یې وکړئ.

  • حضرت علي رضي الله عنه روایت کوي چې امام مهدي به یوې مرغۍ ته اشاره وکړي هغه به ستاسو ته ولوېږي او د یوې ونې ښاخ به مات کړي او په ځمکه به یې خښ کړي، نو هماغه به را شین شي پاڼې او مېوې به ونیسي.

  • له امام مهدي سره به جنګ ته یو لښکر روان شي خو کله چې د مکې او مدینې منځ ته ورشي نو لښکر به پر ځمکه کې غرق شي.

  • د امام مهدي یوه نښه دا هم ده چې له آسمانه به د هغه په نوم غږ راځي او خلکو ته به وایي چې ورسره یوځای شئ او مرسته یې وکړئ.

  • حضرت عبدالله بن مسعود دا دین بشپړ شوی خو د زیان پر لور به روان شي چې نښې به یې دا وي، رحم به نه وي، د خلکو مال به په نا حقه اخیستل کېږي، وینه بهېدنه به عام کار وي، یو څوک به ناروغ پوښتنه به یې څوک نه کوي، سوالګر ته به څوک څه نه ورکوي، دا وخت به له ځمکې د غوا غوندې آواز را پورته شي ټول خلک به حیران شي، دا وخت به ځمکه سره او سپین زره بهر ته راوغورځوي خو چاته به ګټه نه رسوي.

  • خلک به له زړه غني وي او ځمکه به ډېر برکتونه راڅرګند کړي.

  • امام مهدي به په کعبه کې خښه شوې خزانه (رتاج الکعبه) راوباسي او په خلکو به یې وویشي.

  • ډېری یهودان به مسلمانان شي ځکه چې امام مهدي د سکینه تابوت ترلاسه کړي او دا تابوت یهودان ته ډېر مبارک دی.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه …