کورپاڼه / جالب / په اندونیزیا کې د یوې ناوې غبرګون خلک خندولي+ویډیو

په اندونیزیا کې د یوې ناوې غبرګون خلک خندولي+ویډیو

ناویانې په عموم شرمندونکې وي یعنې ډېرې حیا داره وي، خو یوې بیا ناوې بیا د خپلې نکاح پرمهال داسې کړنه ترسره کړې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکې یې سم خندولي.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، په دې ویډیو کې چې کله زوم یا شاه زلمي د نکاح پرمهال وایي “قبوله مې ده” نو ناوې خپل احساسات نه شي کنترولوی، چکچکې وهي او زوم پر تندي ښکلوي.

د انستاګرام پر اکونټ “رومانټیک کیوټ پرنس” د پوسټ شوې ویډیو خپره شوې چې ناوې او شاه زلمي دواړو د واده سپین لباسونه ور پکې اغوستي وي او داسې ښکاري لکه په جومات کې چې ناست وي او نکاح تړي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by |~|@m€€[) (@romantic_cute_prince)

 

کله چې ناوې د شاه زلمي په “قبوله مې ده” د خوښۍ څرګندونه کوي نو شاوخوا ټول خلک وخاندي او یوه میرمن مخکې راشي او ناوی له دا ډول کړنې منع کوي خو ناوې ځان نه شي کنترولوی او شاه زلمی ښکل کړي.

د ویډیو پر کومنټونو کې خلکو د ناوې غبرګون یو ښکلی غبرګون ګڼلی او یو کس بیا لیکلي، کله چې د دوی ترمنځ جنګ، جنجال راځي نو دغه وخت په یادوي نو جنجال به یې ختم شي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …