کورپاڼه / خبرونه / د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن په پټه دریم واده وکړ

د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن په پټه دریم واده وکړ

د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن له خپلې ملګرې کیري سایمنډ سره په پټه واده وکړ.

د بریتانیې د رسنیو د ادعا له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد لومړي وزیر بورس جانسن او کیري سایمنډ په ویسټ منسټر کاټدرل کې په داسې حال کې واده وکړ چې یوازې دیرش تنو ور پکې ګډون کړی و.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه تاریخي ودانۍ له ګرځندویانو یا سیاحت کوونکو څخه په دې بهانه خالي شوه، چې د کورونا وایروس په موخه یې بندوي.

راپورونه زیاتوي چې دا د بریتانیې په تاریخ کې په تېرو یو سلو، نهه نوي کلونو کې لومړی ځل دی چې یو لومړی وزیر را پورته کېږي او د خپل دور پرمهال واده کوي.

د یادولو وړ ده چې بورس جانسن اوسمهال پنځه پنځوس کاله او کیري سایمنډ دري دیرش کاله عمر لري او دواړو په ۲۰۱۹ کال کې کوژده کړې وه، خو کله چې یې دویم میرمنې په ۲۰۲۰ کال طلاق واخیست نو پرېکړه یې وکړه چې دریم واده به کوي.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …