کورپاڼه / خبرونه / د سګریټ څکوونکو په شمېر کې د اندیښنې تر حده ډېروالی راغلی

د سګریټ څکوونکو په شمېر کې د اندیښنې تر حده ډېروالی راغلی

سګریټ څکول یو له هغه ناوړه او بدو عادتونو له جملې څخه ګڼل کېږي چې ډېرې زیاتې ناروغۍ رامنځته کوي، چې ځینې یې عبارت دي له: د سږو ناروغي، د غاښونو ناروغي، د زړه ناروغۍ، د پښتورګو او سینې ناروغۍ، سرطاني ناروغۍ او نور

سرطان یوه داسې خطرناکه ناروغي ده چې تر اوسه یې بشپړه او سمه درملنه نه ده موندل شوې، خو دا ناروغي هم ددې لامل نه ده ګرځېدلې چې خلک دې سګریټ څکونه پرېږدي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په ټوله نړۍ کې د سګریټ څکوونکو شمېر د اندیښنې تر حده پورې ډېر شوی دی.

د سر شمېرنې له مخې څرګندېږي چې د سګریټ څکوونکو د شمېر ریکارډ تر ۱.۱ میلیارده پورې رسېدلی او اندیښنه ښودل شوې چې په دې شمېر کې ورځ تر ورځې ډېروالی راځي.

همدغه راز د راپورونو پر وینا ویل کېږي چې په ۲۰۱۹ کال د سګریټ څکونې پر سبب د مړو شوو کسانو شمېر تقریباً اته میلونو ته رسیده.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

په رحمان الله ګربز سختې نیوکې او په لایف ویډیو کې د هغه ځوابونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک او ځوان توپ اچونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله …