کورپاڼه / سياست او روانې چارې / تېرو ۲ میاشتو کې ۱.۵ میلیونه کسانو ته الیکترونيکي تذکرې ويشل شوي
الیکترونیکي تذکرې

تېرو ۲ میاشتو کې ۱.۵ میلیونه کسانو ته الیکترونيکي تذکرې ويشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په لومړنیو دوه میاشتو کې ۱.۵ میلیونه کسانو ته الیکترونیکي تذکرې وېشلي دي او همدا راز د ۴.۵ میلیونه نورو تذکرو پړاوونه بیا بشپړ شوي دي.

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې ولسمشر غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رهبري پلاوي سره ناسته وکړه او د دوی د کړنو راپور يې واورېد.

دغه ناسته چې په ارګ کې وشوه، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس احمد جاوېد رییس وویل، چې یوازې د وري او غويي میاشتو کې دی ۱.۵ میلیونه کسانو ته الیکترونیکي تذکرې وېشلي دي او همدا راز ۴.۵ میلیونو نورو تذکرو پړاوونه هم بشپړ شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې ولسمشر غني د یادې ادارې د راپور له اورېدو وروسته وویل، چې د احصایې ا معلوماتو ملي ادارې ستونزو ته د حل په اړه پرمختګونه شوي، خو لا زیاتو اقداماتو ته هم اړتیا شته.

ولسمشر غني همدا راز وویل: ((باید په افغانستان کې معلومات دیجیټلي شي، همداراز دې د معلوماتو او سروې څېړنه د بین المللي منل شویو معیارونو مطابق ترسره او ایجاد شوي سیستمونه دې په معیاري ډول پیاوړي شي.))

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …