کورپاڼه / هنر او کلتور / د “رادی” فلم هغه برخه چې په فلم کې ځای نه شوه

د “رادی” فلم هغه برخه چې په فلم کې ځای نه شوه

د بالیووډ فلمونو د دبنګ اداکار سلمان خان د “رادی” په فلم کې د هغه د خور رول لوبونکې اداکارې نینسي جین په ټولنیزه رسنۍ د هغه شېبو عکسونه پورته کړي چې د فلم برخه نه دي ګرځیدلي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د “رادی” په فلم کې د سلمان خان د خور رول لوبونکې اداکارې پر ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه پورته کړي چې د فلم مینوال یې نه شي لیدلی ځکه چې د ثبت پرمهال دغه برخه له فلم څخه لېرې کړای شوې ده.

نینسي جین پر انستاګرام درې تصویرونه پورته کړي، چې په لومړي تصویر کې ورسره سلمان خام او ترڅنګ یې د والدینو رول لوبونکې زرینه وهاب او وریندرا سکسینه موجود وي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Nancy Jain (@nancysjain)

 

ددې تصویر په اړه نینسي جین لیکلي چې:((دا زما د خوښې تصویر دی او زما په زړه کې یې ځانګړی ځای موندلی، دا هغه ځای دی چې هر څه ترې پیل شول او ما ډېره مینه ترلاسه کړه. ما هیڅکله دا فکر نه و کړی چې زه به دومره خوش بخته وم، زه هیله لرم چې خدای به نور فرصتونه راته برابر کړي، زه په دومره مینې او مرستې خوشحاله یم.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Nancy Jain (@nancysjain)

 

نوموړې یو بل تصویر پورته کړی او په سرلیک کې ورته لیکلي:((یوه ساده باده انجلۍ)) همدغه راز له دریم تصویر سره یې لیکلي چې: ((په لار کې مې ورسره لیدنه وشوه.))

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …