د چین ساینسپوهانو د فیوژن ري ایکټر د ازمایښتي تجربې پرمهال د یو سلو او شلو میلونو درجې تودوخې په پیدا کولو سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د چین هیواد د مصنوعي لمر یوه بریالۍ تجربه ترسره کړه او د تجربې پرمهال ساینسپوهانو پر فیوژن ري ایکټر د (۱۰۱) سانتي ګریډ درجې پورې تودوخه پیدا کړې وه.
ویل کېږي چې ددې بریا اعلان د یاد هیواد د علومو اکاډومۍ د پلازما فزیک د انسټیټیوټ د څېړونکې ګونګ شیانژو لخوا شوی، نوموړی وایي چې تر شلو ثانیو یې د ۱۶۰ میلونه درجې تودوخې ترلاسه کول هم بریالي شول.
د یادولو وړ ده چې چینایي ساینسپوهانو په ۲۰۱۶ کال مصنوعي لمر جوړ او لومړنۍ تجربه یې هم وکړه، چې هغه وخت یې د تودوخې درجه له پنځوس میلونو ډېره وه.
د انسټیټیوټ ساینسپوه ژو جیانان وایي چې:((دغه مصنوعي لمر د ترمونیوکلیز فیوژن د عمل په مرسته تودوخه یا انرژي پیدا کوي او د همدې په ذریعه نامحدوده انرژي هم ترلاسه کېږي او د تجربې پرمهال تر (۱۰۲) ثانیو پورې ترې پنځوس میلونه درجې تودوخه لاسته راغلې وه.))