کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه حشره چې خپل ځان په پاڼه کې تر نه باورېدونکې حده پورې پټوي

هغه حشره چې خپل ځان په پاڼه کې تر نه باورېدونکې حده پورې پټوي

په عام ډول حشرې او نور ژوندي موجودات د ځان د ساتنې په موخه له ډېرو لارو چارو څخه ګټه اخلي ترڅو له دښمن څخه خوندي پاتې شي، چې په دې کې ځینې حشرې ځان دومره اوږد کړي چې د مار ګومان پرې کېږي او ځینې اغزې غوندې لري چې له چاپیریال سره ځان برابروې او له سترګو پناه کېږي.

په دې لړ کې یوه حشره بیرن کیټریلر نومېږي، دغه حشره په دومره ښه ډول سره ځان پټوي چې پېژندل یې ستونزمن کېږي. د بیرن حشره په بیولوژیکي توګه (Euthalia aconthea) نوم لري چې په هند، سویل ختیځه اسیا په ځانګړې توګه د آم په ونو کې موندل کېږي.

ویل کېږي چې له میلونونو کلونو د ارتقاء څخه وروسته ددې حشرې رنګ او شکل تر دې حده پورې رسېدلی چې پېژندنه یې ستونزمن شوې ده.

دا حشره د آم پر پاڼو هګۍ اچوي چې بیا ترې حشره راوځي، د حشرې د ودې سره یې پر شا یو ژېړ غوندې کرښه څرګندېږي چې رنګ یې د آم د پاڼې غوندې وي او څنګونو ته اغزنې غوندې پښې لري چې تګ پرې کوي.

ویل کېږي چې دا حشره د آم پاڼې په ډېر شوق سره خوري، خو الوتونکې یې په آرامۍ سره ښکار کولی شي نو ځکه خو الله تعالی د رنګ د بدلون دفاعي سیستم ورکړی دی.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …