کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي او غذایي توکي چې خپګان کموي

هغه خوراکي او غذایي توکي چې خپګان کموي

زموږ د خوراکي توکو د بدلون په سبب په هیواد کې د خپګان ناروغي ډېره عامه شوې، چې ځینې کسان ترې لږ او ځینې ترې ډېر اغېزمن دي. ویل کېږي چې دغه خپګان ډېر لاملونه لري چې وېره او ذهني فشار هم ور پکې شامل دی. همدغه راز غوسه، د کار فشار، د زړه درزا، د عضلو ناروغي او د سینې خرابوالی یې هم سببونه کیدلی شي.

ډېری هغه ناروغان چې درملنې ته لاسرسی نه لري د غذایي توکو په بدلون سره کنترولولی شي، نو ځینې مېوې، سبزیجات، دال او لحمیات په خوراکي توکو کې شامل کړئ او له خپګان څخه ځان وساتئ.

سیلینیم لرونکې توکي:

دغه کیمیاوي مرکب د طبیعت د ښه والي لپاره ګټور وي نو هڅه وکړئ چې هغه غذایي توکي استعمال کړئ چې د خپګان د کمښت سبب کېږي.

مېوې:

مېوې د ویټامیڼ اي یوه ښه ذریعه ده او ویټامین اي یو ډول انټي اکساید دی چې د خپګان په درملنه کې اغېزمن تمامېږي او کمښت یې د خپګان لامل کېږي.

ماهي:

ماهیان د اومیګا تري یوه ښه سرچینه ده او اومیګا له ذهني روغتیا سره اړیکه لري. څېړنو ښودلې هغه کسان چې ډېر اومیګا سکس استعمالوۍ، که چېرته اومیګا تري استعمال نه کړی نو په خپګان اخته کېږي.

ویټامین ډي:

روغتیایي کارپوهان وایي چې ویټامین ډي هم له طبیعت، ژور خپګان او تشویش سره اړیکې لري، نو هڅه وکړئ چې ویټامین ډې استعمال کړئ.

هګۍ:

هګۍ د ویټامین ډي او پروټینو یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي، په دې کې په بشپړ ډول پروټین یا امینو اسیدونه موندل کېږي او ترڅنګ یې د ټریټوفین ماده د سیروټونینو په تیارولو کې مرسته کوي او شیروټونین طبیعت ښه کوي او د حافظې او خوب ستونزې هواروي.

کدو او کېله:

کدو او کېله د پوتاشیم درلودونکې وي چې د فشار او خپګان نښې کموي او د وینې فشار هم برابر ساتي او تر څنګ یې د زنک په درلودلو دماغ وده کوي.

کورکمن:

کورکمن د کرکومین په نوم یوه ماده لري چې د سوخت او خپګان په کمولو کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …