کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: یو انسان تر څو کلونو پورې ژوند کولی شي؟

څېړنه: یو انسان تر څو کلونو پورې ژوند کولی شي؟

په اوسني وخت کې یو انسان تر څومره کلونو پورې ژوند کولی شي؟ ددې پوښتنې سم ځواب خو هیڅوک نه شي ورکوی، خو ساینسپوهان وایي چې یو شخص تر یو سلو پنځوس کلونو پورې ژوند کولی شي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې دا هیڅ امکان نه لري چې انسان دې تل ژوندی اوسي، بلکې تر یو ځانګړي وخته پورې ژوند کوي چې ساینسپوهانو یې اخري حد (۱۵۰) کاله ټاکلی.

څېړونکې وایي چې (۱۵۰) کال د یو انسان د ژوند اخري حد وي، یعنې یو انسان کولی شي چې خپل بدن تر دې وخته پورې پیاوړی وساتلی شي. څېړونکې زیاتوي چې دوی په زرګونه کسان تر څېړنې لاندې ونیول او د وینې د نمونو ترڅنګ یې د دوی قدمونه اخیستل هم وڅېړل.

په څېړنه کې ویل شوي چې د عمر په ډېرېدو سره زموږ د بدن ډي این ای او نور مالیکولونه تباه کېږي او بدني سیستم مو خرابېږي چې بیا بالاخره له مرګ سره مخ کېږو. څېړونکې وایي چې له ۱۲۰ تر ۱۵۰ کلونو پورې بدن د روغتیایي ستونزو پر وړاندې مزاحمت له لاسه ورکوي چې له دې معلومېږي چې همدا د انسان د عمر وروستی حد دی.

ویل کېږي چې په اوسني وخت له ټولو څخه ډېر عمر لرونکی شخص یوه میرمن ده چې په ۱۹۹۷ کال د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوه. خو څېړونکې دا هم وایي چې ممکن په راتلوونکې کې دغه حد ډېر هم شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …