کورپاڼه / روغتيا / هغه عنصر وپېژندل شو چې د ګردو د ناروغیو خطر ډېروي

هغه عنصر وپېژندل شو چې د ګردو د ناروغیو خطر ډېروي

هغه کسان چې ډېر وخت د ژور خپګان له نښو، نښانو سره مخ وي، په راتلوونکې ژوند کې د ګردو له ستونزو سره ډېر مخ کېږي.

ژور خپګان یوه داسې عامه ستونزه ده چې ډېر شمېر خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او د همدې ناروغۍ په سبب بیا له نورو ډېرو ذهني او بدني ناروغیو سره مخ کېږي.

له دې وړاندې هم د څېړنو له مخې د ژور خپګان او د ګردو په فعالیتونو کې د کمښت ترمنځ اړیکه موندل شوې وه. خو له دې څېړنې څرګندېږي چې ژور خپګان د ګردو په صحت مندو فعالیتونو تر کومه حده اغېزې کوي.

څېړونکې وایي چې د څېړنې په پیل کې د ژور خپګان نښې او په راتلوونکو کلونو کې د ګردو په فعالیتونو کې د کمښت ترمنځ څرګنده اړیکه شتون لري. دوی مخکې وایي چې د ژور خپګان په ناروغانو د ګردو د ناروغیو خطر د نورو په پرتله ۱.۴ ځلې ډېر وي.

د ګردو تل پاتې ناروغۍ د زړه د شریانونو له ناروغۍ، د ګردو له کاره لوېدو او د مړینې د خطر ډېرولو لپاره یو مهم عنصر تمامېږي، نو که چېرته یې د خطر ډېرولو عوامل وپېژندل شي نو له یادو ستونزو ځان ژغورلی شو.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …