کورپاڼه / هنر او کلتور / مادوري او جوهي چاولا ولې د بالیووډ له ستورو سره واده ونه کړ؟

مادوري او جوهي چاولا ولې د بالیووډ له ستورو سره واده ونه کړ؟

د بالیووډ له فلمي صنعت دوه مشهورې او ښکلې اداکارې مادوري دکشت او جوهي چاولا چې په له هند پرته هم په ټوله نړۍ کې ډېر زیات مینوال لري، د بالیووډ له فلمي ستورو سره واده ونه کړ.

بلکې مادوري په ۱۹۹۹ کال ډاکتر شریام او جوهي چاولا په ۱۹۹۵ کال له جي مهتا په نوم له صنعت ګر سره واده وکړ. دواړه اداکارې په تېر کې په یو هندي خپرونه (کافي ود کرن) کې را څرګندې شوي.

ویل کېږي چې د خپرونې پرمهال له دواړو څخه پوښتنه وشوه، چې ولې یې له فلمي ستورو سره واده ونه کړ.

مادوري دکشت وایي چې له شاهرو خان او سلمان خان سره یې په ډېرو فلمونو کې کار کړی خو له عامر سره دوه فلمونه ډک کړي او د واده په اړه وایي چې شاید په اړه یې څوک نه و خوښ او هیرو یې خپل خاوند دی.

بل لورې ته جوهي چاولا وایي چې د جی مهتا له لورې ورکړل شوي ګلونو، کارډونو او ډالیو اغېزمنه کړې وه او وایي چې که چېرته خاوند د یو اداکار په ډول په سینګار او جوړونه کې مصروفه و نو ممکن هغه یې هم نه و کنترول کړی.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …