کورپاڼه / جالب / په دوبۍ کې یو نوی او په زړه پوری جومات د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شو

په دوبۍ کې یو نوی او په زړه پوری جومات د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شو

متحده عربي امارات د یو اسلامي هیواد ترڅنګ د نړۍ ترټولو لوی سوداګریز مرکز هم ګڼل کېږي، چې د همدې له لارې ډېر زیات عواید هم لاسته راوړي او ترڅنګ په دې هیواد کې د هرې سیمې او مذهب منونکې خلک ژوند کوي.

خو اوسمهال د اماراتو په مشهور ښار دوبۍ کې یو نوی خو ډېر په زړه پوری او ښکلی جومات د لمونځ کوونکو ترمخ پرانیستل شوی او د لمونځ کولو لپاره یې اجازه ورکړه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه جومات د شیخ علي جومات په نوم سره یادېږي او په مرکزي ودانۍ کې یې په یو وخت شپږ سوه، پنځوس کسان لمونځ کولی شي.

د جومات د پراخوالي په اړه ویل کېږي چې ۱۱۷۲ مربع میتره پراخوالی لري او هغه کسان چې د دوبۍ له ډیجیټل پارک سره ترڅنګ اوسېږي او کاروباري کسان وي د لمونځ په کولو کې به ورته آسانتیا رامنځته شي.

همدغه راز ویل کېږي چې ددې جومات یوه بله ځانګړتیا داده چې د پارکنګ لپاره هم تر شپېتو پورې ځایونه لري.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …