کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان له خپل نوي فلم څخه د پاکستاني سندرغاړي سندره وويستله
سلمان خان او راحت فتح علي خان

سلمان خان له خپل نوي فلم څخه د پاکستاني سندرغاړي سندره وويستله

خپلواک وېبپاڼه (٨ نومبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري سلمان خان د خپل راروان فلم (دبنګ ٣) نه د پاکستاني سندرغاړي راحت فتح علي خان سندره ليرې کړې ده. دغه فلم به ډېر ژر نندارې ته وړاندې شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، راحت فتح علي خان د سلمان خان د راروان فلم (دبنګ ٣) لپاره يوه سندره ريکارډ کړې وه، خو د پاکستان او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د خرابېدو له امله د راحت فتح علي خان سندره له خپل فلم نه ويستې ده او غواړي چې په بل سندرغاړي يې ريکارډ کړي.

د هندي سينما پرېکړه کړې ده چې د پاکستان او هند د خرابو حالاتو له امله به هېڅ کس د پاکستاني سندرغاړي، ممثل او نورو کسانو سره کار نه کوي او نه به هم په خپلو فلمونو کې برخه ورکوي.

راحت فتح علي خان د سلمان خان د (دبنګ) او (دبنګ ٢) فلمونو لپاره هم سندرې ريکارډ کړې وې، چې هغه سندرې خلکو ډېرې خوښې کړې او زياتې مشهورې شوې وې.

په لومړي فلم کې راحت فتح علي خان د (تيرى مست مست دو نين) او په دويم فلم کې بيا (نينا بړى دغا باز رى) ويلې وې، خو په (دبنګ ٣) فلم کې بيا د (نينا لړى) په نوم سندره ريکارډ شوې ده چې دا سندره د راحت فتح علي خان پر ځاى جاوېد علي ويلې ده.

د سلمان خان (دبنګ ٣) فلم لارښود يا ډايريکټر دا ځلې پربوديوا و، همدا راز د سلمان خان تر څنګ پکې سوناکشي سنها، ارباز خان، سوديپ او سايي منجريکر په لومړي ځل په دغه فلم کې کار کوي. دا فلم به د ٢٠١٩ کال د دسمبر په ٢٠مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …