کورپاڼه / خبرونه / فیسبوک پرېکړه کړې چې هغه اکونټونه به انلاین وشرموي چې دروغ خپروي

فیسبوک پرېکړه کړې چې هغه اکونټونه به انلاین وشرموي چې دروغ خپروي

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویب پاڼې فیسبوک د هغه اکونټونو، پاڼو او ګروپونو د (انلاین شرمونې) پرېکړه کړې چې دروغ خبرونه او معلومات خپروي.

فیسبوک پخپل وروستي مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي هغه اکونټونه چې هر وخت غلط او دروغ خبرونه خپروي د پوسټونو د لېرې کولو پرځای به پرې لیبل یا ټاپه وهي او کاروونکې به ترې خبروي.

د یادولو وړ ده چې د فیسبوک ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو ټول پلیټ فارمونه له دروغو او غلطو خبرونو له سختې ستونزې سره مخ دي. د فیسبوک اداره وایي چې د دروغو خبرونو لېرې کول د ستونزې د حل اغېزمنه لار نه ده او د مشورو وروسته یې ذ نوټیفکیشن د بدلون پرېکړې کړې.

یعنې که چېرته یو داسې اکونټ، پاڼې یا ګروپ ته داخلېږئ چې هر وخت ترې غلط معلومات او خبرونه خپرېږي نو نوټیفکیشن به در کوي او وایي به درته چې دی د دروغو خپروونکې دی.

که څه هم فیسبوک د معلومات لپاره معیار نه دی ټاکلی او نه یې دي ویلي چې پر کوم بنسټ معلومات دروغ وي، خو دومره یې واضحه کړې چې ددې موخې لپاره به د باور وړ سرچینو څخه مرسته اخلي.

ویل کېږي هغه کسان چې د ټولنیزو رسنیو پر اکونټونو دروغ خپروي د سزا ورکولو لپاره به یې د (انلاین رتبه) کم شي او پوسټونه به ډېر کم څرګندېږي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …