کورپاڼه / هنر او کلتور / د ټویټر یو کاروونکې له شاهرو خان غوښتنه کړې چې د لور واده یې ورسره وکړي

د ټویټر یو کاروونکې له شاهرو خان غوښتنه کړې چې د لور واده یې ورسره وکړي

د ټویټر یو کاروونکې د بالیووډ د بادشاه شاهرو خان له میرمنې غوښتنه کړې چې د سهانا خان، چې د هغې لور ده، واده ورسره وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د شاهرو خان او ګوري خان لور سهانا خان دا مهال په دې وروستیو کې په نیویارک کې خپله ۲۱ مه کلیزه ولمانځله.

د سهانا خان د کلیزې پر موقع ګوري خان د خپلې لور تصویر پورته کړی او د کلیزې مبارکي یې ورکړې، نوموړې لیکلي چې:((کلیزه دې مبارک شه، ته نن هم راته ګرانه یې، سبا به هم وې او تل به اوسې.))

 

د ګوري خان له ټویټ وروسته د نوموړې د مینوالو له لورې سهانا خان ته ډېرې مبارکیانې ورکړل شوې خو د ټویټر یو کاروونکې بیا خلک له حیرانۍ سره مخ کړل.

ټویټر کاروونکې د ګوري خان پر ټویټ کومنټ وکړ او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د لور واده یې ورسره وکړي. یوازې دا نه بلکې دغه شخص لیکلي چې په میاشتني ډول یو لک روپۍ هم ګټي.

دې کومنټ یا ټویټ د ټویټر کاروونکو پام ځانته واړوو او ځینو خو بیا ټوکه وګڼله. باید یاده کړم چې د شاهرو خان لور سهانا خان دا وخت د نیویارک په پوهنتون کې په زده کړو بوخته ده او غواړي چې یوه مشهوره اداکاره ترې جوړه شي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …