کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سرفراز احمد او ۱۰ نور پاکستاني لوبغاړي چې اماراتو ته تللو له هوايي ډګره بېرته ستانه کړای شو

سرفراز احمد او ۱۰ نور پاکستاني لوبغاړي چې اماراتو ته تللو له هوايي ډګره بېرته ستانه کړای شو

د پاکستان سوپر لیګ لپاره د کوټې ګلیډیټرز لوبډلمشر سرفراز احمد او ۱۰ نور پاکستاني لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته تلونکي ول، خو دوی ټول له هوايي ډګره بېرته ګرځول شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، چې سرفراز احمد او نورو لوبغاړو ته د پاکستان کرکټ بورډ ویلي و، چې اسناد او هر څه يې بشپړ دي او اماراتو ته به ځي، خو دوی بېرته راستانه کړای شوي دي.

له هوايي ډګره په ګرځولو سرفراز احمد د پاکستان کرکټ بورډ ته غصه او د پاکستان سوپر لیګ ته تګ څخه يې انکار کړی و، چې کور ته د تګ غوښتنه يې هم کړې وه.

خو د پاکستان کرکټ بورډ مسوولینو هغه رضا کړې او بېرته يې هوټل ته بیولی دی، سرفراز په هوټل کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې کرنټین دی.

د یادولو ده چې د پنځه لوبغاړو وېزې شوي او هغه نن اماراتو ته تللي دي، خو لس نور لوبغاړي هم له هوايي ډګر څخه ګرځول شوي دي. د یادولو ده چې د پي ایس ایل سیالۍ د جون په پنځمه نېټه پیلېږي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …