کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه هیواد چې د ماهیانو باران پرې ورېږي

د نړۍ هغه هیواد چې د ماهیانو باران پرې ورېږي

نړۍ د حیرانوونکې شیانو کور دی او دلته داسې شیان راښکاره کېږي چې په لیدو یې عقل له حیرانۍ سره مخ کېږي. په دې لړ نوی خبر دادی چې د منځنۍ امریکا په هونډروس کې په یو کال کې دوه ځلې د ماهیان باران کېږي.

ویل کېږي چې هلته ډېر لوی، لوی سمندري طوفانونه راځي او د اوبو څرخۍ د سمندر اوبه تبخیر کوي چې د شدت په سبب یې کوچني ماهیان پورته کېږي او بیا د باران په توګه راورېږي.

دغه راز په نړۍ کې د الفریډ په نوم یو داسې شخص هم شته چې د خپلې سترګې په مرسته باجه غږوله. په حقیقت کې کې د انسان په سترګه کې کوچني سیوري وي چې اوښکې ترې بهېږي او په ځینو حالاتو کې هوا هم وباسلی شي چې الفریډ به د همدې هوا په مرسته باجه غږوله.

په دې ډول د ترکیې یو اوسیدونکې له سترګې څخه د اوبو پواره تر لسو فوټو پورې لېرې شیندلی شوه.

او دې ورته په امریکا کې یو شخص د پوزې په مرسته شېدې څښلې او د سترګې په مرسته به یې تر څو فوټو پورې لېرې شېندلې.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …