کورپاڼه / ليکنې / نړۍ یا دنیا د شاتو د یو غټ څاڅکي په څېر ده

نړۍ یا دنیا د شاتو د یو غټ څاڅکي په څېر ده

د شاتو یو څاڅکی پر ځمکه پرېوت، یو کوچنی مېږی راغی او د شاتو له څاڅکي خوند یې وکوت، ډېر خوند یې ورکړ. مېږی کار ته روان و خو د شاتو خوند یې په خوله ورته اوبه را پرېښودې او خوله یې ډکه شوه: څه ښکلي او خوندور شات دي.

څومره خواږه دي! تر اوسه مې داسې شات نه دي خوړلي، بېرته شاتو ته ورغی او لږ یې نور وخوړل، بیا د تګ اراده وکړه خو احساس یې وکړ چې دا لږ شات د خوراک لپاره ورته بسنه نه کوي.

غوښتل یې چې نور هم وخوري، ودرېد او دا ځل یې د خوراک پرځای ځان پر ور وغورځاوه ترڅو په لږ وخت کې ترې ډېر خوند واخلي، مېږی شاتو غوټه ووهله او ښه خوند یې ترې واخیست خو افسوس چې له شاتو بهر نه شو راوتلی.

د شاتو د غوړولی په سبب یې پښې په ځمکه ونښتې او د ښورولو ځواک او طاقت یې نه درلود، مېږی په شاتو کې بند پاتې شو او تر دې چې همالته مړ شو او دې خوند له شاتو څخه ورته قبر جوړ کړ.

یو عالم وایي: نړۍ یا دنیا د شاتو د یو غټ څاڅکي نه پرته بل څه نه دي! نو هغه څوک چې له دې شاتو لږ او د اړتیا په اساس خوري نو هغه به ژغورل شوی وي او څوک چې په دې خوږو کې لامبو وهي نو هلاکت به تقدیر وګرځي.

دا هم ولولئ

اصغر افغان

د اصغر افغان لیرې کول او د خلکو غبرګون

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان پرون له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو او …