کورپاڼه / جالب / ړوند چینایي غره مزلی د نړۍ ترټولو لوړې څوکې ته وخوت

ړوند چینایي غره مزلی د نړۍ ترټولو لوړې څوکې ته وخوت

په نړۍ کې ځینې داسې خلک هم شته چې د روغ صحت سربېره بیاهم نه توانېږي چې خپل خوبونه پوره کړي یا خپلو هیلو ته ورسېږي، خو ځینې بیا داسې هم شته چې په بدني او ذهني توګه محروم وي خو بیاهم خپل خوبونه رښتیوني کړي.

په دې لړ کې د چین یو اوسیدونکی غره مزلی زهینګ هونګ چې د سترګو نظر یې کار نه کوي، یو داسې شخص دی چې د نړۍ ترټولو لوړ غر ایورسټ ته ختلی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه غره مزلي د ایورسټ څوکې ته په ختلو سره په اسیا کې لومړنی او په ټوله نړۍ کې دریم ړوند شخص وشمېرل شو.

د چین اوسیدونکی شپږ څلویښت کلن زهینګ هونګ د نیپال له لورې د نړۍ لوړې څوکې ته وخوت. نوموړی د میي په څلرویشتمه نیټه د (۸۸۴۹) میترو په لوړوالي د ایورسټ غر لوړې څوکې ته ورسید او د میي په اوه ویشتمه نیټه بېرته د بیس کیمپ ته راښکته شو.

ویل کېږي چې زهینګ هونګ د ایرک وینمیر په نوم د یو ړوند امریکایي غره مزلي څخه هغه وخت اغېزمن شوی و، کله چې هغه په ۲۰۰۱ کال دې غره ته ختلی و.

زهینګ له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي: ((هیڅ توپیر نه لري چې تاسې یو معذور انسان یئ او یا بشپړ، خو تر هغه وخته تر کله مو چې دماغ پیاوړي وي))

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …