کورپاڼه / خبرونه / حکیم الکوزی بیا رامېدان ته شو، حکمتیار يې هم ملاتړ وکړ

حکیم الکوزی بیا رامېدان ته شو، حکمتیار يې هم ملاتړ وکړ

د کورونا وایروس لا په لومړي زور کې و، چې د حکیم الکوزي په نوم یو شخص را پورته شو او د یادې ناروغۍ لپاره یې درمل یا واکسین جوړ کړل چې ډېر ژر یې اغېز هم کاوه او ناروغ شخص به ورسره رک، روغ شو.

خو نوموړی په دې ډګر کې تر ډېره پاتې شو او ددې پرځای چې د نوموړي ملاټر وشي، پرځای یې په رسنیو او نورو برخو کې منفي تبلغات پیل کړل او په دې نوم یې حکیم الکوزی غلی کړ چې ګوندې درمل یا واکسین یې له افیون یا مخدره موادو څخه جوړ کړي.

خو اوسمهال حکیم الکوزی یو ځل بیا د کورونا د ناروغانو پر غوښتنه کابل ته راغلی او ویل کېږي چې نوموړی به یو ځل د کورونا وایروس لپاره د واکسینو په جوړولو پیل وکړي.

بل لوري ته ویل کېږي چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم له حکیم الکوزي ملاتړ کړی او نوموړي ته یې د کابل په دارالامان مرکزي دفتر کې یو ډېر مهجز ځای هم ورکړی.

ویل کېږي چې حکیم الکوزی به له دې ځایه څخه هره ورځ په زرګونه هیوادوالو ته په وړیا ډول واکسین وکړي.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …