کورپاڼه / خپلواک / سېف علي خان: د خپلې کورنۍ ماڼۍ مې د فلمونو په پېسو بيا ترلاسه کړه
سېف علي خان

سېف علي خان: د خپلې کورنۍ ماڼۍ مې د فلمونو په پېسو بيا ترلاسه کړه

خپلواک وېبپاڼه (٨ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو فلمي ستورى او د بوپال نواب سېف علي خان ويلي دي، چې هغه د خپلې کورنۍ ماڼۍ (پټودي ماڼۍ) د فلمونو په پېسو بيا ترلاسه کړه.

د هندي رسنيو راپورونو په وينا، سېف علي خان ويلي دي، چې د خپلې کورنۍ پټودي ماڼۍ يې بيا ځلې په بيه ترلاسه کړه، ځکه چې د پلار له مړينې وروسته يې دغه ماڼۍ يو هوټل ته ورکړل شوې وه.

سېف علي خان په خپلو خبرو کې وويل، چې کوم کور ماته په ميراث کې پاتې کېدو، هغه ما د خپلو فلمونو څخه په ګټلو پېسو واخيسته. هغه وايي چې دا د وياړ خبره ده خو د ميراث هېڅ کيسه نه ده شوې.

د يادولو ده چې د پټودي کورنۍ دغه ماڼۍ د دوى تاريخي وياړ دى، خو د سېف علي خان د پلار منصور علي خان له مړينې وروسته د دوى حالات داسې خراب شو، چې دوى مجبوره شو دغه ماڼۍ يو هوټل ته په کرايه ورکړي.

سېف علي خان د هندي سينما له څلورو خانانو څخه يو دى، چې په هندي سينما کې تر ډېرې مودې راهيسې په فلمونو کې کار کوي او په دغه سينما کې يې ځان ته يو ځانګړى نوم پېدا کړى دى.

نوموړي په ډېرو زياتو هندي فلمونو کې کار کړى دى، خو کله چې يې په (رېس) فلم کې کار وکړ، نو هغه خپل ځاى ښه کره کړ. د هغه په راروانو فلمونو کې (دل بيچاره)، (جواني جانيمن) او (تاناجي) شامل دي، چې ژر پرې کار پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …