کورپاڼه / خبرونه / چین یو نه باورېدونکې بریا ترلاسه کړه

چین یو نه باورېدونکې بریا ترلاسه کړه

د چین کارګو فضایي بېړۍ تیان ژوـ۲ په بریالیتوب سره پر فضایي مرکز ښکته شوه.

د چینایي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دې هیواد د خپلې فضایي بېړۍ په مرسته ځینې آلې او نور توکي فضایي مرکز ته لېږلي و، چې د یکشنبې په ورځ په بریالیتوب سره ورسېدل.

د چین د فضایي اداره (سي ایم ایس ای) د وینا له مخې ویل کېږي، چې بېړۍ یې د بیجنګ پر وخت پنځه بجې او یوه دقیقه ټاکلي ځای ته ورسیده او هلته په بریالیتوب سره ښکته شوه.

راپور زیاتوي چې دغه فضایي بېړۍ د مارچ په اوومه نیټه د شنبې پر ورځ د شپې اته بجې او پنځه پنځوس دقیقې د تیان ژو پر لور لېږل شوې وه.

د تیان ترڅنګ یا ورسره وصل تیا ژو -۲ به د تیان تحرک کوونکی ډک کړي او د فضایي اپلیکیشن پروژې آلې به لکه څنګه چې پلان شوي ازمایل کېږي.

د چینایې ساینسپوهانو له لورې د فضاء اړوند پروژه په دوو کلونو کې بشپړه کړي او د بېړۍ د ښکته کولو تجربه هم له همدې جملې څخه ګڼل کېږي او په دې پروژو کې د مدار د جوړولو پلان هم شامل دی.

دا هم ولولئ

ارون فنچ او کیرون پولارډ

د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبه د کورونا له امله وځنډېده

د اسټرالیا او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه چې …