کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان به اوس له سینما پرته پر کارتون نیټ ورک هم څرګندېږي

سلمان خان به اوس له سینما پرته پر کارتون نیټ ورک هم څرګندېږي

د بالیووډ د فلمونو مشهور ستوري او دبنګ خان، سلمان خان خپلو کوچنیو یا ماشومو مینوالو ته ښه زېری واوروو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د سلمان خان سوپر هیټ فلم (دبنګ) په ۲۰۱۰ کال خپور شو، اوس به پر کارتون نیټ ورک په ایني میټډ ویرژن سره خپور شي.

سلمان خان د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼې ټویټر په دې اړه اعلان وکړ او و یې ویل چې دغه ایني میټډ لړۍ به له نن څخه وروسته په ورځني ډول له کارتون نیټ ورک څخه پیل شي او تر څنګ یې پرومو هم خپره کړې ده.

د دبنګ فلم د بالیووډ هغه فلم دی چې سلمان خان ور پکې د پولیس رول لوبولی دی، چې دې فلم نه یوازې په هند کې بلکې په ټوله نړۍ کې ډېرې پیسې وګټلې او د سلمان خان له بریالیو فلمونو څخه وګڼل شو.

د یادولو وړ ده چې سلمان خان د کوچني اختر په لومړۍ نیټه خپل وروستی فلم (رادی) هم خپور کړی، چې تر اوسه پورې یو ناکام فلم ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …