کورپاڼه / روغتيا / د نیم سري یا میګرین ناروغي د سړیو په پرتله ښځې ډېرې اغېزمنوي

د نیم سري یا میګرین ناروغي د سړیو په پرتله ښځې ډېرې اغېزمنوي

نیم سرس یا د نیم سر درد چې په انګلیسۍ کې ورته میګرین وایي، یو داسې درد خطرناک درد دی چې زغمل یې ډېر ستونزمن وي او اغېزمن شخص ډېر کمزوری کوي او له بدبخته باید ووایم چې ددې ناروغۍ واضح علت هم نه دی څرګند شوی او نه یې اغېزمن درمل جوړ شوي.

میګرین یعنی نیم سری له ډېرو پخوانیو ناروغیو څخه ده او روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه ناروغي د نارینه وو پرځای ښځینه ډېرې اغېزمنې کوي. یعنې په هرو پنځلسو نارینه کې یو او په هرو پنځو ښځو کې یوه په دې ناروغۍ اخته وي.

څېړونکې وایي چې نیم سری ځکه په ښځو کې ډېر وي، ځکه چې په دوی کې د جنسي هورمونونو ادلون، بدلون ډېر رامنځته کېږي. په نوولسمه پیړۍ کې ویل کیدل چې نیم سری ډېر وخت د غریبو طبقو په میندو کې رامنځته کېږي او د ورځینو کارونو، بیا بیا ځلې شېدې ورکونه او د غذایي توکو کمښت یې کمزورې کوي، خو په شلمه پېړۍ بیا وویل شول چې د لوړې طبقې خلک هم ترې خوندي نه دي.

دغه راز د ښځو په اړه دا هم ویل کېږي چې اعصاب یې نازک وي او ډېر پرې فشار واردېږي نو ځکه له نیم سري سره مخ کېږي او له یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې دغه درد ذهني روغتیا پورې اړه لري او هغه څوک چې نیم سری لري ضرور به یې په دې اړه فکر کړی وي چې ځان له منځه یوسي.

د نیم سري ناروغي چې یوه عامه ناروغي ده نو اړینه ده چې ډاکتر یې په اړه په بشپړ ډول پوه وي خو داسې نه ده او تر اوسه یې د درملنې لپاره اغېزمن درمل نشته او له دې ناروغۍ څخه د خونديتوب لپاره د درد ضد او د لوړ فشار درمل استعمالېږي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …