کورپاڼه / جالب / په هند کې بندیان: موږ نه غواړو چې له زندان څخه خوشې شو

په هند کې بندیان: موږ نه غواړو چې له زندان څخه خوشې شو

د هند په اتر پردیش کې د نهو زندانونو (۲۱) بندیانو حکومتي چارواکو ته په لیکلې بڼه خبر ورکړی، دوی نه غواړي چې له زندان څخه ووځي ځکه چې د کورونا وایروس پرمهال ورته زندان له بهر څخه ډېر خوندی دی.

د انډیا ټوډي د ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي، چې ددې هیواد د غازي آباد، ګوتم بد، نګر، میرټ، مهاراج ګنج، ګورکپور او د لکنو په ګډون د نهو زندانونو (۲۱) بندیانو چې خوشې کیدل، چارواکو ته ویلي چې دوی نه غواړي چې خوشي شي.

د زندانونو د ادارې رییس انند کمار په دې اړه وایي چې یاد بندیان یې د نوي ورځو لپاره خوشې کول خو دا چې دوی نه غواړي چې آزاد شي نو دغه ورځې به یې له قید څخه وویستل شي.

نوموړی وایي چې دغه بندیان چې نه غواړي ازاد شي له کورونا پرته یې بل سبب دادی، کله چې دوی له زندان څخه بهر شي نو څوک به ډوډۍ ورکړي، په زندان کې خو د ډوډۍ ترڅنګ روغتیایي مرستې هم ورسېږي خو له زندان بهر به یې ژوند ستونزمن شي.

د یادولو وړ ده چې هند د کورونا وایروس د دویمې څپې په سبب ډېر زیان ولوید او ورځ تر ورځې د مړو شمېر زیاتېږي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …