کورپاڼه / جالب / هغه مشهور شخصیتونه چې د الوتکې له پېښو په حیرانوونکې توګه ژغورل شوی

هغه مشهور شخصیتونه چې د الوتکې له پېښو په حیرانوونکې توګه ژغورل شوی

سیاست پوهانو، فلمې لوبغاړي او نور مشهور اشخاص چې کله هم په الوتکه کې سفر کوي، نو سفر یې ډېر خوندي ګڼل کېږي، خو په ځینو حالاتو کې داسې پېښې رامنځته کېږي چې ځان ترې ژغورل له معجزې کم نه وي، لاندې به د نړۍ هغه مشهور اشخاص وپېژنو چې له دا ډول پېښو سره مخ شوي وي.

حینیفر انسټن:

د امریکا مشهور او ښکلې اداکاره جینیفر انسټن چې د (فرینډز سیریز) څخه شهرت ترلاسه کړ، نوموړې چې اوس ۵۲ کلنه د پنځوس کلنې پرمهال مکسیکو ته روانه وه، چې یوه لویه چادونه وشوه چې بیا ترې په حیرانوونکې توګه ژوندۍ ووته.

جیسن موموا:

جیسن موموا یو حیرانوونکی شخص دی، نوموړي د (ایکوا مین) او (ګیم اف ترون) په څېر پراجیکټونه جوړ کړي. جیسن موموا په ۲۰۱۹ کال په الوتکه کې و چې د الوتکې ماشین اور واخیست او الوتکه مجبوراً کېنول شوه او نوموړی ترې روغ ووت.

بارک اوباما:

بارک اوباما د امریکا د ۴۴ ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې او ژوند یې د سیاسي ستونزو او بریاوو څخه ډک دی. نوموړي په ۲۰۰۸ کال په یوه الوتکه کې سفر کاوه، چې الوتکې تخنیکي ستونزه پیدا کړه او بېړنۍ ناسته یې وکړه.

ایشټن کچر:

ایشټن کچر چې یو فلمي لوبغاړی دی د یو فلم لپاره یې له نیویارک څخه یې سفر درلود، چې د الوتکې ماشین یې ډېر ګرم شو او بېړنۍ ناسته یې وکړه.

ټوریس بارکر:

ټوریس بارکر له کورټني کاردشن سره د اړیکو په درلودلو تر ډېره د رسنیو د سر تکی و، نوموړی هم د الوتکې د یوې پېښې ښکار شوی، چې یوولس اوونۍ یې په روغتون کې تېرې کړې وې.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …