کورپاڼه / هنر او کلتور / د ثناء خان خاوند مفتي انس ناروغه دی

د ثناء خان خاوند مفتي انس ناروغه دی

د بالیووډ د پخوانۍ اداکارې یا هنرمندې ثناء خان خاوند مفتي انس ناروغه دی، چې په همدې روغتون ته وړل شوی او هلته له درملنې وروسته رخصت شوی

تېره ورځ ثناء خان د خپل انستاګرام له رسمي اکونټ څخه پر سټورۍ یوه ویډیو خپره کړې وه، چې له مخې یې خاوند مفتي انس په روغتون کې وي او ډرپ یا سیروم ورته لګېدلي وي.

ثناء خان د ویډیو سره ترڅنګ لیکلي ول چې مفتي انس ته د ژر ښه کیدا لپاره دعا وکړئ او دا یې هم ویلي ول چې ډاکترانو ورته ټول اړین معاینات ترسره کړي.

نوموړې لیکلي دي:((مفتي انس ته بېلابېل ملټي ویټامین ورکړل شوي او سیروم هم ورته لګېدلی دی، ځکه چې دا ټول یې د روغتیا لپاره اړین دي.))

همدغه راز دا یې هم ویلي چې اوس یې خاوند له روغتون څخه رخصت شوی دی. ثناء خان مخکې وایي چې خاوند ته یې په ورځ کې درې وخته سیروم لګولی و ځکه چې ډېره کمزوري یې حس کوله.

د یادولو وړ ده چې ثناء خان تېر کال د هند د ګجرات ایالت له اوسیدونکې مفتي انس سره واده وکړ. نوموړې چې د بیګ باوس له شپږم پړاو څخه یې شهرت ترلاسه کړی، له واده وړاندې یې د اسلام لپاره فلمي صنعت پرېښوده.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …