کورپاڼه / روغتيا / یو ساعت وړاندې له خوب څخه را ویښ شئ او له ژور خپګان څخه خوندي پاتې شئ

یو ساعت وړاندې له خوب څخه را ویښ شئ او له ژور خپګان څخه خوندي پاتې شئ

که چېرته د خپګان او ناهیلۍ یئ نو له خوب څخه یو ساعت وړاندې ویښېدل هم له دئ خطرناکې ستونزې څخه ژغورلی شي.

په دې څېړنه کې اته لکه او څلویښت زره کسان د څېړنو لاندې نېول شوي ول چې له پایلو یې معلومه شوه، که چېرته له خوب څخه یو ساعت وړاندې راویښ شو نو د ژور خپګان خطر مو تر ۲۳ سلنو پورې کموي.

څېړل شوي ټول کسان پر وخت وېده کېدل او بېرته به پر وخت راپاڅیدل او په رواني توګه د ژړر خپګان ښکار هم ول. د خپل نوعیت له مخې په دې لومړنۍ څېړنه کې د ماغي او رواني روغتیا د بدلون لپاره لږ یا ډېر بدلون وڅېړل شو.

له دې وړاندې له څېړنو موندل شوې وه چې هغه کسان چې ټوله شپه ویښ پاتې کېږي، د هغه کسانو په پرتله چې سهار ژر پاڅېږي، د ژور خپګان خطر پکې دوه برابره ډېر وي.

څېړونکې وایي چې په ژر پاڅېدلو سره د ورځې روښنایي یا رڼا ترلاسه کېږي، چې بیا ذهني فشار کموي او د ژور خپګان خطر یې شاته کېږي، خو په دې اړه وروستی ځواب تفصیلي څېړنو ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …