کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د چین حکومت والدینو ته د دریم ماشوم زېږولو اجازه هم ورکړه
چینايي والدین

د چین حکومت والدینو ته د دریم ماشوم زېږولو اجازه هم ورکړه

د چین حکومت په خپل قانون کې ستر بدلون راوستی دی او والدینو ته یې اوس د ۲ پر ځای د ۳ ماشومانو د زېږولو اجازه ورکړې ده، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې په چین کې د ماشومانو د زېږېدو کچه ډېره کمه شوې وه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، والدینو ته د ۲ پر ځای د ۳ ماشومانو د زېږولو اجازه په هغه غونډه کې ورکړل شوه، چې ولسمشر شي جن پینګ یې مشري کوله.

په ۲۰۱۶ کال کې بیا چین څو لسیزۍ پخوانی قانون ختم کړ، چې د هغه قانون له مخې یوازې د ۱ ماشوم زېږولو اجازه وه او دا اجازه یې د ۲ ماشومانو کړه.

خو په دې وروستیو کې چې په چین کې سرشمېرنه وشوه، نو معلومه شوه چې د ۱۹۵۰ لسیزې نه وروسته په اوس وخت کې د ماشومانو د زېږېدو کچه تر ټولو کم حالت ته رسېدلې ده.

کله چې حکومت دا حالت وکوت، نو يې پرېکړه وکړه، چې اوس به د ۲ پر ځای والدینو ته اجازه وي چې ۳ اولادونه وزېږوي. د یادولو ده چې په چین کې ۱۴۱ کروړه یا ۱۴۱۰ میلیونه انسانان ژوند کوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …