کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان ۱۴ نړیوال ریکارډونه
راشد خان ۳۱ مۍ

د راشد خان ۱۴ نړیوال ریکارډونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان چې په نړیواله کچه ځلېدلی لوبغاړی دی، ډېر نړیوال ریکارډونه یې هم جوړ کړي دي، چې دلته یې له تاسې سره شریکوو.

۱-: په ټېسټ لوبو کې د نړۍ لومړنی کم عمره لوبډلمشر شو، د هغه عمر ۲۰ کاله او ۳۵۰ ورځې و، چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د سپتمبر په ۵مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې د ټېسټ لوبې لوبډلمشري وکړه.

۲-: د ټېسټ لوبو ۵م کپتان شو، چې ښه توپ اچونه یې ترسره کړه او ۱۱ ویکټې يې ترلاسه کړې، دا لوبه هغه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړې وه.

۳-: راشد خان په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې هم تر ټولو کم عمره لوبډلمشر دی، هغه د ۱۹ کالو او ۱۶۵ ورځو و، چې د سکاټلېنډ پر وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري ورپه غاړه وه.

۴-: راشد خان د کیریر توپ اچونې تر ټولو غوره اوسط هم لري، هغه ۱۸.۵۷ اوسط لري، چې تر نورو ټولو کم دی، د هغه دا اوسط په ۷۴ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې دی.

۵-: په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۳م توپ اچونکی دی، چې په کم عمر کې يې ۵ ویکټې په يوه پاڼۍ کې ترلاسه کړې دي، هغه د ۱۸ کالو او ۱۷۸ ورځو په عمر د ایرلېنډ ۶ لوبغاړي په یوه لوبه کې سوځولي و.

۶-: دا د راشد خان یو منفي ریکارډ دی، په نوموړي په یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۱۱۰ منډې جوړې شوې دي، چې په دې برخه کې هغه دریم توپ اچونکی دی چې دومره زیاتې منډې يې ورکړي دي.

۷-: راشد خان په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ویکټو چټکه سلیزه هم پوره کړې ده، نوموړي په ۴۴ لوبو کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځولي دي.

۸-: راشد خان همدا راز په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو پوره کولو تر څنګ په توپوهنه کې ۱۰۰۰ منډې هم پوره کړې دي.

۹-: راشد خان په نړیواله کچه اتم لوبغاړی دی، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې يې د افغانستان لپاره په مسلسل ډول ۴۸ لوبې ترسره کړې دي.

۱۰-: راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې پنځم کم عمره کپتان دی، هغه د ۲۰ کالو او ۳۵۹ ورځو په عمر د ملي لوبډلې لوبډلمشري کوله.

۱۱-: راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د کریر غوره سټرایک رېټ هم لري، د نوموړي سټرایک رېټ ۱۲.۱ دی، چې په ۵۱ لوبو کې دا تر ټولو ښه سټرایک رېټ دی.

۱۲-: راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړنی توپ اچونکی دی چې په دوه لوبو کې يې مسلسل ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

۱۳-: راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې په دې برخه کې هم لومړنی توپ اچونکی دی، چې ایل بي ډبليو يې ډېرې ویکټې ترلاسه کړې دي، هغه ۱۹ لوبغاړي ایل بي ډبلیو کړي.

۱۴-: راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې دويم توپ اچونکی دی چې د ویکټو چټکه پنځوسیزه يې پوره کړې ده، هغه په ۳۱ لوبو کې ۵۰ لوبغاړي سوځولي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …