کورپاڼه / خپلواک / دويمه يو ورځنۍ لوبه: افغانستان به خپل بدل واخلي؟
راشد او پولارډ

دويمه يو ورځنۍ لوبه: افغانستان به خپل بدل واخلي؟

خپلواک وېبپاڼه (٩ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبلړۍ دويمه سيالي نن د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دغه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته په ٧ ويکټو ماتې ورکړې وه، افغان لوبډلې لومړى توپوهنه کړې وه چې ١٩٥ منډې هدف يې ټاکلى و چې ياد هدف د ويسټ انډيز لوبډلې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ د ترسره شويو يو ورځنيو لوبو خبره وشي، نو د دواړو ترمنځ د تېرې لوبې په ګډون ٧ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره شوي دي، چې ٣ افغانستان او ٣ ويسټ انډيز ګټلي دي او ١ لوبه بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.

که څه هم افغان لوبغاړو د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې نه مخکې هم يادونه کړې وه چې دوى دغه لوبې ته بشپړه چمتوالى نيولى دى، خو د پيل توپوهونکي په توپوهنه کې ناکامه شول او بيا رحمت شاه او اکرام علي خېل په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې ١١١ منډې ملګرتيا يې وکړه، خو د دوى له سوځېدو وروسته يوازې اصغر افغان و چې ٣٥ منډې يې وکړې او بل هېڅ لوبغاړى بريالى نه شو چې ښه توپوهنه ترسره کړي.

نو په نننۍ لوبه کې به وکتل شي چې افغان لوبډله کوم بدلون راولي، د تېرې لوبې تېروتنو ته څومره پاملرنه کوي او په نننۍ لوبه کې بېرته ځان اتل ثابتوي او که نه.

د افغان لوبغاړو نوملړ:

راشد خان (لوبډلمشر)، افسر ځاځى، اصغر افغان، ګلبدين نايب، حضرت الله ځاځى، ابراهيم ځدراڼ، اکرام علي خېل، جاوېد احمدي، کريم جنت، محمد نبي، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، نوين الحق، رحمت شاه، شرف الدين اشرف او يمين احمدزى.

د ويسټ انډيز لوبغاړو نوملړ:

کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، سنيل امبريس، روسټون چيس، شيلډون کوټريل، شيمرون هيټماير، جېسن هولډر، شاى هوپ، الزاري جوسيپ، برېنډن کنګ، ايون ليويس، کيمو پاول، خېري پېري، نيکولاس پوران، روماريو شيپيرډ او هايډن والش.

نننۍ لوبه چرته کتلى شئ؟

نننۍ لوبه په ملي ټلويزيون، ملي سپورټ، ويلوو، فلو سپورټس، سټار سپورټس ١، سټار سپورټس ١ اېچ ډي، سټار سپورټس ١ سيليکټ، سټار سپورټس ١ سليکټس اېچ ډي او هوټ سټار باندې کتلى شئ.

تاسې څه فکر کوئ، نن به په افغان لوبډله کې کوم بدلون راشي او ايا افغانستان به د تېرې لوبې بدل له ويسټ انډيز واخيستلى شي او که نه؟

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …