کورپاڼه / خبرونه / ډیویډ وارنر اوږده موده وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو
ډیویډ وارنر

ډیویډ وارنر اوږده موده وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي چې د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) له ځنډېدو وروسته خپل هېواد ته ستنېدل، ایله اوس له خپلو کورنیو سره یو ځای شو.

د اسټرالیا مشهور کرکټر ډیویډ وارنر هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی او تازه یې له خپلې مېرمنې سره یو ګډ عکس هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

ډیویډ وارنر دا عکس په انسټاګرام کې خپور کړی دی او لیکلي يې دي، چې ډېر خوشحاله دی چې بېرته له خپلې مینې سره یو ځای شوی دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by David Warner (@davidwarner31)


نوموړي همدا راز تېره ورځ هم د خپلو لوڼو او مېرمن یو عکس خپور کړی و او لیکلي يې و، چې د ۱۴ ورځو کرنټین یې سبا ختمېږي او له خپلو اولادونو او مېرمن سره به وویني.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by David Warner (@davidwarner31)


د یادولو وړ ده، کله چې د ای پي ایل سیالۍ وځنډېدلې، نو اسټرالیايي لوبغاړي اسټرالیا ته نه شو تللی، ځکه چې د اسټرالیا حکومت له هند د اسټرالیايي وګړو په ورتګ بندېز لګولی و، نو د اسټرالیا لوبغاړی لومړی مالدیپ ته لاړل او هلته کرنټین شو او له هغه وروسته اسټرالیا ته لاړل او هلته د ۱۴ ورځو لپاره کرنټین و، چې اوس تازه له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …