کورپاڼه / جالب / جاپان کې ۲ خټکي په ۲.۷ میلیونه ین باندې خرڅ شوي دي
خټکي

جاپان کې ۲ خټکي په ۲.۷ میلیونه ین باندې خرڅ شوي دي

جاپان کې دوه خټکي د دغه هېواد په ۲.۷ میلیونه ین باندې خرڅ شوي دي، چې ۲۰ زره او ۲۶۰ یورو ترې جوړېږي. دا دواړه خټکي د تازه مېوو يو مارکیټ کې د لیلامۍ پر مهال پلورل شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د جاپان د هوباري سیمې خټکي یو ځايي شرکت هوکایډو پلوري، د دغه شرکت مشر د لیلامۍ پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې دا لیلامي د لومړنیو پخو شویو خټکو لپاره کېږي، دا خټکي په یخچال کې ساتل کېږي او هغه خلک چې ډېره بولي پرې ولګېږي، د ۱۰ کسانو ترمنځ وېشل کېږي.

د یادولو وړ ده چې د جاپان خلک د هوباري سیمې د خټکو ته ډېر زیات په تمه وي، کله چې دا خټکي بازار ته راشي، نو ډېر ژر خرڅېږي او دې ته د (یوباري کنګ) نوم اخیستل کېږي.

دا خټکي په شنو خونو کې کرل کېږي، چې په یوه ډبه کې ۶ خټکي وي، په ۲۰۱۹ کال کې لومړني دوه خټکي په بولۍ کې په ۳۷ زره او پنځه سوه یورو باندې پلورل شوي و. د یادولو ده چې د یوباري کنګ خټکي په جاپان کې یوه ګرانبیه ډالۍ ګڼل کېږي او جاپانیان يې خپلو خپلوانو او ملګرو ته د ډالۍ په توګه هم ورکوي.

د ټوکیو پوهنتون پروفېسر کیون شارټ وايي، چې په جاپان کې د تازه مېوو په ډالۍ کې ورکول له ډېر پخوا راهیسې دود دی او دې کار ته ډېر په درنښت کتل کېږي، د جاپان هره سیمه کې مشهورې تازه مېوې شته او جاپانیان په تازه مېوو ډېرې زیاتې پېسې هم ورکوي.

د جاپان په ډېری سیمو کې د مشهورو تازه مېوو لیلامي کېږي او خلک دا په لوړه بیه اخلي، د جاپان د کګاوا سیمې یو ام له ۸۰ څخه ان تر ۱۲۲ ډالرو پورې بیه لري. همدا راز د یوې بلې سیمې ایشیکاوا کې په ۲۰۱۶ کال کې یو کلو انګور ان په ۸ زره ډالرو باندې پلورل کېدل.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …