کورپاڼه / روغتيا / الزایمر څه ډول ناروغي ده، سببونه او نښې څه دي؟

الزایمر څه ډول ناروغي ده، سببونه او نښې څه دي؟

الزایمر د ډیمنشیا ناروغۍ یو ډول دی خو ډیمنشیا د ناروغیو یا دماغي زخم په سبب پر حافظې، سوچ او په طرز عملونو د منفي اغېزو لپاره استعمالېږي.

د سیدتي مجلې د راپور له مخې ویل کېږي چې الزایمر په ډېرو کسانو له پنځه شپېته کلنۍ له عمر وروسته تشخیص کېږي. که چېرته ددې ناروغۍ تشخیص له وړاندې وشي نو په عام ډول د الزایمر د ناروغۍ پیل ګڼل کېږي. که څه هم د الزایمر لپاره درملنه شتون نه لري خو داسې درمل شته چې ددې ناروغۍ شدت کموي. نو راځئ چې ددې ناروغۍ په اړه یو څه حقایق ولولو:

د الزایمر ناروغي یو دایمي حالت دی، چې نښې، نښانې ورو ـ ورو څرګندېږی او پر دماغو یې اغېز پرېوځي یعنې په سبب یې حافظه کمزورې کېږي. هر څوک ممکن په الزایمر اخته شي خو ځینې کسان یې ډېر ښکار ګرځي چې په دې کې له پنځه شپېته کلونو څخه ډېر عمره کسان شامل دي. الزایمر او ډیمنشیا یو ناروغي نه ده بلکې الزایمر د ډیمنشیا یو ډول دی.

د الزایمر سببونه:

روغتیایي کارپوهانو د الزایمر په اړه کوم علت نه دی څرګند کړی خو د خطر ځینې عوامل یې په ګوته کړي.

  • عمر: د المزایر په ناروغۍ ډېر اخته کسان له پنځه شپېته کلنۍ ډېر عمر لرې.

  • کورنۍ تاریخچه: که چېرته مو د کورنۍ کوم غړی دغه ناروغي لري نو تاسې هم پرې اخته کولی شي.

  • وراثت: ځینې جینونه د الزایمر ناروغۍ سره تړاو لري.

د الزایمر نښې، نښانې:

  • د هېرېدلو ناروغي

  • په ورځنیو کارونو کې ستونزې

  • د ستونزو په حل کې ستونزې

  • په ویلو یا لیکلو کې ستونزې

  • د ځایونو یا وخت په اړه ستونزې

  • په طبیعت او شخصیت

  • له ملګرو او خپلوانو څخه لاسته اخیستنه.

د الزایمر د ناروغۍ درملنه:

د الزایمر ناروغي داسې ځانګړې درملنه نه لري، خو ډاکتران یې د اغېزو د کمولو او د ناروغۍ له ډېرېدو څخه د مخنیوي په پار درمل ورکوي او درملنه یې کوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …