کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ځیرک موبایلونو کې خپل موقیعت پخپله خوښه ترتیب کړئ

په ځیرک موبایلونو کې خپل موقیعت پخپله خوښه ترتیب کړئ

ایفون په نوي اپډیټ (iOS ۱۴) کې د کاروونکو لپاره بې شمېر نوي امنیتي او د محرمیت اړوند فیچرونه رامنځته کړي، چې په دې فیچرونو کې یو داسې فیچر هم شته چې ډېرو کاروونکو له نظره غورځولی.

دا یوه داسې په زړه پوری فیچر دی چې د محرمیت په لټه هر کاروونکې لپاره اړین دی. ددې فیچر په اړه د یو ځانګړي اپلیکیشن او خدمتونو لپاره د سم موقیعت فیچر غیر فعال کولی شو.

له دې نوي فیچر سره کاروونکی ډېره آزادي ترلاسه کوي او په خپله که وغواړي یو اپلیکیشن ته سم موقیعت ښکار کولی شي، خو ځینې اپلیکیشنونه بیا داسې وي چې ستاسو موقیعت ته اړتیا نه لري.

د مثال په توګه د هوا د معلومولو اپلیکیشن د هوا د حالات د معلومولو لپاره یوازې د ځانګړې سیمې موقیعت ته اړتیا لري، خو ایپل میپ او ګوګل مو بیا د موقیعت په اړه ټولو معلوماتو ته اړتیا لرې.

خو د (iOS ۱۴) کاروونکې ددې وړ ګرځولي چې هغوی د ځانګړو اپلیکیشن لپاره د موقیعت فیچر غیر فعال کړي چې په لاندې ډول سره کولی شي:

  • د خپل ایفون سیټنګ ته به لاړ شئ.

  • پرایویسۍ ته به لاړ شئ او د موقیعت خدمتونو باندې به کلیک وکړئ.

  • اوس په هغه اپلیکیشن کلیک وکړئ چې غواړئ سم موقیعت مو ورته غیر فعال شي.

  • اوس به د پري سایز موقیعت سویچ بند کړئ.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …